انصار (شنبه، د میزان ۱ مه) د طالبانو حکومت غواړي چې له ترکمنستان سره یوه نوې ترانزیتي لاره او بندر پرانیزي چې له دې سره به د دوو هیوادونو ترمنځ د تګ راتګ لارې درو ته ورسیږي.
د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد رسنیو ته وویل چې دا نوې لار به د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې جوړه شي.
د ښاغلي مجاهد په وینا د دې نوې ترانزیتي لارې د جوړېدو هدف دا دی چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د تجارتي مالونو واردات او صادرات اسانه شي.
ده زیاته کړه:«موږ غواړو چې په بالامرغاب کې له ترکمنستان سره یوه نوې لار پرانیزو. کار روان دی، او د پروژې په اړه پرېکړه شوې ده. موږ له شرکتونو سره خبرې کوو چې د دې لارې د جوړېدو په باب ورسره قرارداد لاسلیک کړو، عملي کار به یې پیل شي.»
له بلې خوا د طالبانو د حکومت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت وايي:«د حکومت د مشر له لارښوونې سره سم، دوی په بالامرغاب ولسوالۍ کې د تګ راتګ د نوې لار ځای په دقت پلټلی او د دې موضوع په اړه یې د سیمې د اوسیدونکو نظرونه پوښتلي دي.»
د دې نوي بندر جوړېدا به د بادغیس ولایت په تېره بیا بالامرغاب ولسوالۍ، چې د دغه ولایت تر ټولو لویه او ګڼ نفوسه ولسوالي ده، له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.
له ترکمنستان سره افغانستان دوه بندرونه لري چې تر ټولو مهم یې د تورغونډۍ بندر دی چې اوس په هرات ولایت پورې اړوند دی. دغه راز د اقینې بندر په فاریاب ولایت پورې اړوند دی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/27171